تازه خبرونه
د کابل پوهنتون په ۶ پوهنځیو کې د ولایتونو مخکښانو ته د زدکړې زمینه برابره شوې
حتی د ګوتو نښان او انګلیسي نوملیکنې هم ونه کړای شول، چې د کابل کانکور ستونزه حل کړي. که څه هم د تېر کال په پرتله د شکایتونو کچه داځل راټيټه وه؛ خو د پایلو په پاڼو او یا د لوړو زدکړو وزارت په ویبپاڼه کې تازه یو لړ بې نظمي ښکاري، چې خلکو ته یې پوښتنې راپورته کړې دي. لکه په ټولنیزو شبکو کې د احمد ظفر نوم لیدل کیږي؛ هغه ۳۰۳ نمرې اخیستي او د لوړو زدکړو خصوصي موسساتو ته معرفي شوی او عبدالمبین بیا په یوسل و دري اتیا نمرو د کابل طب پوهنتون ته لار پیدا کړې ده.
په لوړو زدکړو وزارت او د آزموینو ریاست کې د احمد ظفر اصلي پاڼه پیدا شوه؛ پاڼه یې مرموزه او په عین حال کې ګیچ کوونکې ده، د انتخاب ځای یې سپین پریښی او په ځانګړنو او خپل عکس یې خط کښلی، ظاهراً غواړي هویت یې پټ شي.
خلک وایي، په کانکور کې ونډې مشخصې شوي؛ د کانکور آزموینې ریاست د خلکو ادعا ردوي او وایي، ۳۳ څوکۍ د هر ولایت لپاره د کابل پوهنتون په شپږ ځانګړیو پوهنځیو کې ایښودل شوي او دا څوکۍ د کانکور د مخکښانو په برخه کیږي.
د آزموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش ویلي؛ د اته نویم کال د کانکور داوطلبانو د رشتو په ټاکلو کې ستونزه درلوده او دا سبب شوې، چې زیاتره دا داوطلبان بې پایلې پاتې شي او یا هم د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته لار پیدا نکړي.
د اته نویم کال د کانکور آزموینې ځینې برخه وال بیا د هغه څه له کبله شکایت کوي، چې دوی یې د کانکور په بهیر کې نه روڼتیا بولي.
د کانکور داوطلب روح الله نومی وایي؛ زما ستونزه دا وه، چې ۵ غوراوي مې لرل او له همدې کبله یې خصوصي پوهنتونونو ته ورپېژندلی یم.
کابل پوهنتون ته بریالي شوي ځینې کسان د لوړو زدکړو وزارت د سږ کال له کړنو چندان راضي نه ښکاري.
عبدالباسط نومی یو بل داوطلب وایي، چې نمبرې مې ډېرې لوړې دي؛ خو د خپلې خوښې پوهنځي ته یې نه یم ورکړی؛ نور نه پوهیږم، چې څه ستونزه ده.
د آزموینو ملي اداره وایي، د سږ کال کانکور په درې پړاوونو کې تر سره شو؛ لومړي پړاو یې سراسري او دوه یم یې د ښځو لپاره زمینه برابرونکی و او په درېیم پړاو کې هم درېیم درجه ولایتونو ته په کمو امکاناتو تدریس و، چې په خپلو کې یې سیالۍ وکړې.