تازه خبرونه

د کابل ښار په دسبیچري سیمه کې موتربم چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د کابل ښار د نهمې ناحیې په اړوند دیسپیچري سیمه کې موتربم چاودنې درې تنه وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي دي.

د پنجشنبې پر سهار د نهمې حوزې اړوند په دیسپیچري سیمه کې کابل ښاریان یو ځل بیا له ځانمرګي موتر بم برید سره مخ شول.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او وایي؛ په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د موترو کاروان پر نښه شوی، چې په کې د دغو ځواکونو دوه موتر او اته کسان له منځه وړل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي وایي، برید پر ملکیانو شوی، چې په کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د پېښې لیدونکي پر دولت د  نیوکې تر څنګ څرګندوي، چې هره ورځ د دا ډول پېښو لیدونکي وي او دولت د دوی د سر او مال په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی.

ځینې کسان، چې پېښه یې پخپلو سترګو لیدلې وایي؛ له شپږ ډېر کسان وژل شوي او خپلوان یې په ټپیانو کې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، طالبان د سولې په مذاکراتو کې د ځانمرګو بریدونو له لارې نه امتیاز تر لاسه کولی شي او نه هم د خلکو له کرکې ځان خلاصولی شي.

بهرنیو ځوالکونو تر دې دمه  د دغې چاودنې د تلفاتو او زیانونو په اړه څه ندي ویلي.

د سولې خبرو په پنځ(اوج) کې له تېرو لس ورځو راپدیخوا کابل ښار یو ځل بیا د پنجشنبې پر سهار له درې درندو چاودنو سره مخ شو؛ د دسپیچري له موتر بم برید وروسته سهار مهال د شپاړسمې ناحیې په اړوند سیمه کې یو موتر سایکل سپور د کانونو او پترولیم وزارت د کارمندانو پر کاستر موتر برید وکړ او ورپسې بله چاودنه رامنځته شوه؛ دې دواړو چاودنو له ۸ کسانو خوږ ژوند اخیستی او ۳۱ نور ټپیان دي؛ خو طالبانو په دې دوه پرلپسې چاودنو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version