تازه خبرونه
د کابل د لومړي مکروریان په سیمه کې دوه چاودنو ۳۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار یو ځانمرګی برید ګر پر موټرسایکل سپور و او د کانونو وزارت د کارکوونکیو د لیږد کاستر موتر یې پر نښه کړ. له هغې وروسته، چې امنیتې مسوولین ساحې ته د ټپیانو د لیږد لپاره ورغلل؛ بله چاودنه هم وشوه.
د پېښې لیدونکی سید شاه ویلي دي، چې زه د دې سیمې د هوتل کارکوونکی یم. یو غږ مې واوریده، چې ورسره د کاستر موتر ښیښې ماتې او ډېرو خلکو ته مرګ و ژوبله واوښته؛ خو نور پوه نشوم.
د پېښې یو بل لیدونکی فرهاد نومی وایي، د یو کس سر نه و؛ ټول له سیمې راټول شول او څو دقیقې وروسته یو بل ځانمرګی برید رامنځته شو، چې دلته مې ډېره مرګ و ژوبله ولیدله.
د پېښې زیاتره ټپیان او وژل شوي د وزیر محمد اکبرخان روغتون ته لیږدول شوي دي او خلک خپل دوستان لټوي.
د پېښې له ځایه آریانا نیوز خبریال وایي؛ ښځې او ماشومان هم په ټپیانو کې دي، تابوتونه یې د لیږد لپاره تیاریږي او یو پلار د خپل کوچني زوی مړي ته ولاړ دی او ژاړي او بل ځای یې میرمن عالیه ټپي شوې او په بد حالت کې ده.
د پېښې ټپي بختیار نومی وایي؛ ما ټپیان او وژل شوي کسان لیږدول، چې په دوه یمه چاودنه کې خپله ټپي شوم.
د کانونو وزارت مرستیال محبوب رباني وایي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په دې پېښه کې د دې وزارت اته کارکوونکي وژل شوي او له لس ډېر نور ژوبل دي.
تر اوسه د کانونو وزارت د کارکوونکیو د لیږد پر موتر د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی او طالبانو هم په دې دواړو چاودنو کې خپل لاس لرل رد کړي؛ خو کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، دا د طالبانو کار دی، چې په کې اته کسان وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د نهمې ناحیې په اړوند دیسپیچري سیمه کې هم یو موتر بم چاودنه شوې، چې په کې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نورټپیان دي. په هر حال د دغو پېښو نښې له څو ساعتونو وروسته له منځه ځي، په وینو ککړ سړکونه بېرته پاکیږي او ژوند بېرته عادي حالت ته راګرځي!
خبریال: خالد نیکزاد