تازه خبرونه

د مذاکراتو درول به ترهر چا ډېر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي-طالبان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ لخوا د مذاکراتو درول به ترهر چا ډېر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي؛ اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا مذاکراتي ډلې تر پرونه پورې له شویو پرمختګونو راضي وه او خبرې مو په ښه فضا کې پای ته ورسولې؛ دواړه لوري د توافقنامې د اعلان او لاس لیک لپاره په تیاریو بوخت ول.

د توافقنامې تر لاسلیک او اعلان وروسته مو د روانې سپتمبر میاشتي پر ۲۳ نېټه د بین الافغاني مذاکراتو د ناستي لومړۍ ورځ ټاکلې وه.

اعلامیې دا هم په ډاګه کړې، چې طالبانو د مذاکراتو له جاري ساتلو سره نړۍ ته ثابته کړه، چې جګړه د نورو لخوا پرموږ تپل شوې او که د جګړې پرځای د تفاهم لار خپله شي، موږ تر پایه ورته ژمن یو.

د طالبانو په اعلامیه کې دا ټینګار هم شوی؛ مونږ بې له دې، چې د هېواد اشغال مو په ټولیزه توګه پای ته ونه رسیږي او افغانان خپلې خوښې ته پرېنښودل شي په بل هيڅ شي نه قانع کیږو. د همدې ستر هدف لپاره به روان جهاد ته دوام ورکوو او په نهايي بري باندې کلک باور لرو.

دغه راز په قطرکې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې څو ورځې وړاندې مو د امریکایي پلاوي سره د سولې هوکړه وروستۍ کړه، متن یې د دواړو پلاویو د مشرانو له خوا په نښه او د قطر لوري ته وسپارل شو. ټول پرې راضي وو او پدې اتفاق وشو، چې د قطر هېواد به یې اعلان کوي.

د سهیل شاهین د څرګندونو له مخې؛ پدې وخت کې ناببره د ولسمشرترمپ تیوتونه د حیرانتیا وړ دي او یقینا خپل اعتبار یې زیانمن کړ.

د امریکا ولسمشر څرګنده کړې؛ ټاکل شوې وه، چې د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۱۷/ د سپتمبر ۸) له طالب مشرانو او ولسمشر غني سره په کمپ دیود کې وویني؛ خو د طالبانو وروستیو بریدونو او په کې د یو امریکایي او ۱۱ ملکي وګړیو د وژل کیدو له کبله ورسره د سولې خبرې لغو شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم له سي ان ان سره په تازه څرګندونو کې ويلي؛ امريکا اوس هم علاقه لري له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړي، خو په دې شرط، چې طالبان خپله رښتینوالی ثابت کړي.

Trending

Exit mobile version