تازه خبرونه
د محرم لسمه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو بڼو ونمانځل شوه
ولسي ځواک د امنیت په ساتنه کې پخپله برخه اخیستې وه او د هرې احتمالي حملې د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی و.
دوی وایي؛ لس شپې او ورځې کیږي، چې د جوماتونو او تکیه خانو امنیت ساتنه کوي.
د ولسي ځواک غړی سید امان الله وایي، چې د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره مو چمتووالی نیولی و؛ داسې ورځ دې راشي، چې نور د خلکو لخوا د تفنګ پورته کولو ته اړتیا نه وي.
ویرجن محمد عارف حیدري وایي، ښه به دا وي، چې بېځایه وینې تویېې نشي او د امنیتي ځواکونو ټپیانو ته وینه ورکړ شي.
د تېرو کلونو په تناسب په مذهبي ځایونو او په تېره بیا په سخي زیارت کې، چې تېر کال داعشیانو پر خلکو څو بریدونه کړي وه؛ د خلکو حضور لږ ښکاريده.
ویرجن غلام عباس ویلي؛ ګواښونه د دې علت شو، چې لږ خلک په مراسمو کې ګډون وکړي.
عزیزالله د سخي زیات د سقاوخونې مسوول وایي؛ غواړم له دغه کار سره، چې د عاشورا ښکاره پیغام خلکو ته ورسوم.
امنیتي ځواکونو هم د عاشورا په ورځو کې امنیتي تدابیر سخت کړي وه؛ ځکه، چې په تېرو کلونو کې د د محرم پر لسمه یا د حضرت امام حیسن د شهادت پر ورځو داعشیانو خونړي او پیچلي بریدونه کړي وه.
د یادونې ده، چې د ښار په هره برخه کې د عاشورا یا د محرم د لسمې ویرجنو د دعاوو او نعتونو پر ویلو، د امنیتي ځواکونو منسوبینو ته د وینو پر ورکړې او خیراتونو دا ورځ ونمانځله.