تازه خبرونه
د کابل د ریشخور د کماندو ځواکونو قراول ته نږدې موتر بم چاودنه شوې
د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاته کړې، چې ځانمرګی په یوه مرسډیس موتر کې سپور و او چاونکي توکي یې د چهارآسیاب ولسوالۍ د ریشخور په سیمه کې د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو د قرارګاه په مخ کې والوځول.
د پيښې لیدونکي وایي، د چاودنې شدت دومره زیات و، چې د پېښې له ځای سره یې نږدې شاوخوا کورونه ډېر زیانمن کړي دي.
ښایي د برید موخه هغه منسوبین او سرتېري وه، چې غوښتل یې پر رخصتۍ ووځي؛ خو ځانمرګی د پلټنې په لومړۍ دروازه کې دریږي او خپل توکي الوځوي.
د قربانیانو خپلوان لالهاند ښکاري، چې د خپلو خپلوانو د برخلیک معلومولو لپاره اجازه غواړ؛ خو امنیتي مسوولان حتی امبولانسونو ته هم اجازه نه ورکوي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي، چې ځانمرګی موتر بم برید د کماندو ځواکونو په قرارګاه کې دننه را منځته شوې، چې اړوند عسکر یې له درندې مرګ و ژوبلې سره مخ کړي دي.