بلخ @ps
د کابل – بغلان او بغلان – کندوز لویه لار د ترافیکو تګ راتګ ته پرانستل شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه عملیات د کیله ګي، جرخشک، جنګل باغ او چارشنبه تپې په اړوند سیمو کې تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په اړوند سیمو کې طالبانو ته درانده زیانونه اوښتي اړوند سیمې ترې پاکې شوي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شمال دغه لویه لار د یو لړ امنیتي ګواښونو له کبله ۱۲ ورځې د ترافیکو د تګ راتګ لپاره بنده ساتل شوې وه، چې د دغې لویې لارې مسافر هم له ستونزو سره مخ ول.