تازه خبرونه

د کابل ښار په ۱۷ ناحیې کې د داعشیانو د چاودیدونکیو توکو کارخونه له منځه وړل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د اووه لسمې ناحیې په اړوند سیمه کې د داعش د چاودیدونکیو توکو د جوړولو یوه کارخونه له منځه وړې ده.

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د اووه لسمې ناحیې اړوند په بوستان سړک کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په کې د داعش دوه جنګیالو څو ساعته مقاومت هم کړی دی.

په دې عملیاتو کې، چې تر شنه سهاره روان ول؛ دوه داعشیان، چې د چاودیدونکیو توکو د جوړیدو په حال کې ول وژل شوي او د داعشیانو یوه ښځه او څلور ماشومان ټپیان دي.

سرچینو ویلي، په دې عملیاتو کې د ملي امنیت یوه سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د نجات مېنې  ګذر وکیل عصمت الله ویلي، چې موتر به یې له چاودیدونکیو توکو ډکول او په ښار کې دننه به یې چاودنه ورکوله. 

د بوستان سړک اوسیدونکي اجمل ویلي؛ د معاملاتو رهنما، چې دا ودانۍ یې په کرایه ورکړې باید ځواب ووایي. مونږ ترې کوم ځانګړی غبرګون نه و لیدلی.   

داعشیانو د دې ودانۍ په تلخونه کې کار کاوه او هلته یې چاودیدونکي توکي او د ځانمرګو بریدونو واسکتونه جوړول.

په دې تلخونه کې د مذهبي کتابونو کڅوړې هم لیدل کیږي، چې ډېر یې په پاکستان کې چاپ شوي دي.

داعشیانو د استوګنې په سیمه کې پر ځانګړي مهارت ودانۍ کرایه کړې وه.

د بوستان سیمې اوسیدونکیو  لیدلي، چې وروستیو دوه میاشتو کې دې ودانۍ ته  ګڼ موتر ورتلل.

د معاملاتو د لارښوونې دفتر مسوول او د وانۍ مالک ښایي یوازني کسان ول، چې دا کسان ور سره په اړیکه کې ول.

د بوستان سړک اوسیدونکی فردین وایي، چې له داعیشیانو پرته بل څوک په دې عملیاتو کې زیانمن شوي ندي او دا د امنیتي ځواکونو د وړتیاوو ښکارندویي کوي.    

د بوستان سړک اوسیدونکی خان آغا وایي؛ په موتر کې راتلل او په موتر کې به وتل؛ چا له نږدې لیدلي ندي. یوازنیو کسانو، چې ورسره لیدلي د کور خاوند او د معاملاتو د دفتر لرونکي دي.           

داسې نښې لیدل کیږي، چې په دې ودانۍ کې ښځې او ماشومان هم ول.

د ماشومانو د لوبو دا وسایل او جامې ثابتوي، چې یوه پاکستانۍ میرمن او څلور ماشومان، چې دمګړۍ ټپیان دي؛ د همدې داعشیانو تر ملاتړ لاندې ول او اوس د ملي امنیت په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

سرچینو ویلي، په دې عملیاتو کې د ملي امنیت یوه سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ژوبل دي.

لدې مخکې امنیتي چارواکو ویلي وه، چې کابل له داعشیانو ډک شوی او دا څویم عملیات دي، چې په کې د داعشیانو پټنځایونه له منځه ځي.

Trending

Exit mobile version