بلخ @ps
د کابل او نور ولایتونو خلک به سبا شپه له برښنا برخمن شي- برښنا شرکت
د برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ تر سبا ماښامه به کابل او نور ولایتونه د یو سرکت(۱۵۰) میګاوات له بېړني نښلولو برخمن شي.
یاد شرکت داهم په ډاګه کړې؛ دغه راز به له تاجکستان او ازبکستان څخه د ۲۲۰ وارداتي برښنا پر بنسټیزو برخو د حسن تال، شهاب الدین ډنډ او عسقلان په اړوند سیمو کې هم کار پیل کړي.
دغه بنسټ دغه راز ټینګار کړی، چې د برښنا تاسیسات د ټولګټو برخه ده او ساتنه یې هم ځانګړې پاملرنه غواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا سفیر په خپل تویت کې د وارداتي برښنا پر ستنو د طالبانو بریدونه غندلي او څرګندوي، چې له دې سره د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو خلکو ، روغتونونو او ښوونځیو ته ستونزې رامنځته شوې دي. هغه دا هم په ډاګه کړې چې: خبرې او کړنې سره توپیر لري.