تازه خبرونه

د پاتې لس ولایتونو د اساسو ټاکنیز توکو لیږد سبا پای ته رسیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د یوې اوونۍ له تېریدو سره اوس هم د څه باندې لس ولایتونو اساس ټاکنیز توکي او بایوومتریک دستګاې کابل ته ندي را رسیدلي.

د رای اچولو له ورځې نږدې یوه اوونۍ تېریږي؛ خو تراوسه له ټولو ولایتونو اساس توکي او بایومتریک دستګاوې ندي را رسیدلي او دا هغه څه دي، چې په رای پاڼو کې یې د لاس وهلو اندېښنې راپارولې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا عبدالله ویلي، چې د ولایتونو ټاکنیزو توکو لیږد سبا پای ته رسيږي؛ ځکه که وځنډیږي کیدی شي، چې ټاکنیز توکي، بایوومتریک دستګاوې او د پایلو پاڼې ګډوډې شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ ټینګار کړی؛ تر اوسه څه باندې شل زره د پایلو پاڼې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په معلوماتي بانک  کې ځای پر ځای شوي او هڅه کیږي، چې دا بهیر ژر پای ته ورسیږي.

د کمیسیون دننه، دوه اطلاعاتي بانکونه هم شته‎. کله، چې پایلې اعلان شوې؛ د دواړو بانکونو معلومات ارزول کیږي، چې باید ورته پایلې ترې را ووځي.

د اطلاعاتو بانک ته اجازه نه ورکول کیږي، چې د اطلاعاتو د انتقال څرنګوالی د بانک آرشیف ته تصویري شي.

ټاکنڅاری محمد حسن رسولي ویلي، چې بهیر روڼ دی؛ مونږ تر څارنه کوو او لرلیدونه لګیدلي دي. هر انځور او د دیتابیز هره برخه، چې وغواړو مونږ ته نږدې او ستره ښودل کیږي.       

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د پروګرامونو مدیر نعیم اصغري د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو په بانک کې، چې څه تېریږي ترې بې خبري ښیي.

د ټاکنو  خپلواک کمیسیون وایي، رای اچوونکي څه باندې دوه نیم میلیون کسانو ته رسيږي؛ خو دا وروستۍ شمېرې ندي او د تورو او سپینو رایو له بېلولو وروسته به د رای اچوونکیو کره شمېره معلومه او له مخې به یې لومړنۍ پایلې اعلان شي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version