تازه خبرونه

د کابل ښار په ۱۱ ناحیه کې د ماشومانو لخوا هره ورځ ۵۰۰ زره افغانۍ لوټیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د سهار پېنځه بجې دي؛ زمونږ کمره د هغو ماشومانو په لټه کې ده، چې ښوونځي ته نه، بلکې د نامعلومو کسانو لخوا شوکو او غلاوو ته ګمارل شوي دي.

د کار جامې په تن لري؛ داسې ښکاري، چې موترو ته سپرلۍ پیدا کوي، خو اصلي ماموریت یې د خلکو د جیبونو شوکه ده.

دغه ماشومان له شپږ تر ۱۵ کلونو عمرونه لري.

دغه ماشومان هم مني، چې غلاوې او شوکې کوي؛ خو وایي، چې د لویانو لخوا ورته امر شوی، چې دا کار تر سره کړي.

نبي نومی نهه کاله عمر لري او څو ځله د پولیسو لخوا نیول شوی هم دی؛ خو دا، چې کوچنی و، بېرته آزاد شوی.

د دغو ماشومانو د خبرو له مخې؛ دغه ماشومان ډېر دي؛ څه یوې خوا او څه بله خوا دریږي او غلاوې کوي. دوی هره ورځ د خلکو جبونه وهي او څه ناڅه ۵ لکه افغانۍ خپلو مشرانو ته ورکوي.

دغه نیونې او ډارول؛  ځکه کارنده نه دي پریوتي، چې ماشوم ته سمه او کږه لار نه ده ښودل شوې.

د پولیسو د یوولسمې حوزې آمر صابر آرین هم د دې ماشومانو پر ماموریت خبردي؛ خو دا، چې عمرونه یې ټیټ دي، نه نیول کیږي؛ خو زیاتوي، چې مشران به یې ژر ونیول شي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي وایي، هغه کسان باید ونیول شي، چې له ماشومانو ناوړه استفاده کوي.

جګړو له هر چا زیات ماشومان ځپلي، غربت ډېرې کورنۍ اړ کړي، چې خپل  تنکي ماشومان د زدکړو پر ځای سختو کارونو ته ولیږي.

خبریاله : الاهه عمري

Trending

Exit mobile version