تازه خبرونه
د کابل د ټاکنیزې حوزې د بایو متریک ۶ دستګاوې ورکې دي
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي، چې د کابل د ټاکنیزې حوزې د بایو متریک ۶ دستګاوې او څه نا څه ۲۱ اس دي کارتونه یې ورک شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون زیاتوي، چې د د غه کار له عاملینو سره به قانوني چلند تر سره شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې د معلوماتو عمومي مرکز ته د اطلاعاتو داخلول دوام لري او د محلونو د رایو پایلې سکن شوې دي.
د ټاکنو څارونکي وايي، چې که څه هم د معلوماتو عمومي مرکز ته د محلونو د پایلو د پاڼو سکن شوي معلومات داخلیږي؛ خو اندېښنه ښيي، چې له درې ورځو راپدیخوا له بایو متریک دستګاوو څخه د انترنتي ستونزو له کبله معلومات نه لیږدول کیږي.
د ثبات او همپالنې ډلې ناظر او څارونکی نواندیش هم ټينګار کوي، چې د فزیکي معلوماتو سره یو ځای باید دیجیتلي معلومات هم په عمومي مرکز کې زیرمه شي.
د ټاکنو د مهال وېش له مخې؛ د شنبې ورځې تر پایه له ټولو ولایتونو څخه اساس ټاکنیز توکي مرکزي دفتر ته رارسیږي.
په داسې حال کې، چې د تخنیکي ستونزو او د درغلیو راپورونه ورکول کیږي؛ خو کمیسیون وايي، چې د رایو له چاڼ وروسته به د تلې پر اووه ویشتمه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.