بلخ @ps

د کابل او لس نورو ولایتونو برښنا ونښلول شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کابل برښنا شرکت فني برخې ویلي، چې د کابل او لس نورو ولایتونو د وارداتي برښنا مزی، چې تېره ورځ پرې شوی و؛ اوس ونښلول شو، خو په سویلي سالنګ کې د تخریب شوې ستنې بیا رغاونه لس ورځې غواړي.

په وروستیو څو میاشتو کې دا څویم ځل دی، چې د برښنا ستنې د طالبانو او ناڅرګندو کسانو لخوا د بېلابېلو دلایلو له کبله ویجاړیږي؛ د سې شنبې پر ورځ د شپې یوولس بجې د پروان ولایت د سالنګ په ولسوالۍ کې د وارداتي برښنا ستنه ړنګه شوه، چې د کابل په ګډون د لس نورو ولایتونو برښنا ورسره پرې شوه.

د پروان د برښنا شرکت رییس ادعا کوي چې د امپراتور په نوم چې دې ساحه کې نامسوول وسلوال لري، په دې کار لاس پورې کړی دی.

 د پروان د برښنا رییس محمد ناصر احمدي  وایي؛ په سویلي سالنګ کې د وارداتي برښنا ستنه امپراتور نومي وسلوال الوځولې، چې په اړه یې امنیتي چارواکو ته معلومات وړاندې شوي دي. 

د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي مرستیال خان میر ویلي؛ د وارداتي برښنا له پرې کیدو وروسته مونږ حرارتي برښنا کاروو، چې هره شپه میلیونونه افغانۍ لګښت لري.                         

د برښنا شرکت انجینران  سویلي سالنګ ته تللي، چې د تخریب شوې ستنې ساحه وګوري.

دوي وایي، د برښنا ځینې ستنې د طالبانو لخوا الوځول شوي دي.

د برښنا انجینر ربیع الله ویلي، چې د ستنې بنسټ ته ماین ښخیږي او یو ځل چاودنه ورکوي.        

د برښنا یو بل انجنیر عبدالرووف نومی وایي؛ دا کار له ځان او هېواد سره خیانت دی . که طالب یې کوي او که داعش او یا وسلوال غله.

د بغلان، کندوز او هېواد په نورو سیمو کې د برښنا ستنې تل د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي، چې دې چارې د پلازمېنې کابل او ځینو ولایتونو برښنا پرې کېي ده؛ خو دا ځل په سالنګ کې، چې امن ساحه ده، ناپېژاندو کسانو د برښنا ستنه الوځولې ده.

د یادونې ده، چې له دوه ورځو وروسته د کابل په ګډون د یوولس ولایتونو د برښنا شلیدلی مزی بېرته وتړل شول.

خبریال: سیمع جهش له سالنګه

Trending

Exit mobile version