تازه خبرونه

د کابل ـ ګردیز پر لار د پکتیا استناف محکمې ۳ قاضیان او یو کارکوونکی وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ( د لړم ۱۶) د کابل- ګردیز پر لویه لار د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په اړوند کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې درې قاضیان او یو کارکوونکی د وسلوالو طالبانو لخوا وژل شوي دي.

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت آریانانیوز ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته د کابل – لوګر پر لويه لار د محمداغې ولسوالۍ په باقي آباد سیمه کې د پکتيا استيناف محکمې څلور قاضيان(  نورالله د خیرالله زوی د استیناف محکمې د جزا د دیوان رییس، ذین الله حافظي د شکرالله زوی د پکتیا ولایت د استیناف محکمې د دیوان جزا قاضي،  محمد ایمل د محمد سالم زوی د استیناف محکمې د امنیت عامه د دیوان قاضي او سید کبیرد ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د دیوان اجرئیه مامور د وسلوالو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

پر دغو درې قاضیانو او یو کارکوونکي تر دې دمه د وسلوال برید مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.

د لوګر او پکتیا امنیتي مسوولین په دې اړه څه نه وایي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version