بلخ @ps

د کابل په قره باغ کې د لویې څارنوالۍ ۴ کارکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

لویې څارنوالۍ په ډاګه کړې؛ د کابل – شمال پر لویه لار د قره باغ په اړوند سیمه کې د دغه بنسټ پر ۴ کارکوونکيو ناڅرګندو وسلوالو ډزې کړي، چې دوه یې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي، چې د دې بنسټ کارکوونکي هغه مهال، چې د بګرام د پوځي ډګر عدلي او قضایي مرکز ته د دندې د تر سره کولو لپاره پرلاره ول د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پرې برید تر سره او په کې دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان دي.

د قره باغ ولسوال عظیم دل آقا آریانا نیوز ته ویلي، چې د کابل ـ شمال د لویې لارې د قره باغ ولسوالۍ په سبز سنګ سیمه کې د لویې څارنوالۍ دغه څلور کارکوونکي هغه مهال د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلل، چې له دې لویې لارې څخه د تېریدو په حال کې ول.  

د دې ولسوالۍ ولسوال زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د یاد بنسټ درې کارکوونکي وژل شوي او یو یې ټپي دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ سیمه ییزو پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دی.

تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.

د کابل ـ شمال لویه لار په دې وروستیو کې د ناامنیو ښکار شوې او څه وخت مخکې د کورنیو چارو وزارت د درندو جرمونو یو افسرهم په ورته پېښه کې د طالبانو لخوا ووژل شو.

خبریال: جواد اعتمادي

Trending

Exit mobile version