تازه خبرونه
د پاتې ۷ ولایتونو د رایو شمېرلو لپاره اجرائیوي ځواک کارول هم شوني دي- ټاکنو کمیسیون
اووه ویشت ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه د شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱) بشپړه شوه؛ خو په اووه ولایتونو کې د ځینو ټاکنډولو د اعتراض په پایله کې د رای شمېرلو لړی نده پیل شوې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حقپرست ویلي، که په دې برخه که له معترضو نوماندانو سره پوهاوي ته ونه رسیږي؛ حکومت دې د اجرائیوي قوې په توګه له کمیسیون سره همکاري وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ وایي، چې دوی دې د ټاکنو کمیسیون پریږدي، چې قانوني پړاوونه ووهي او د ټاکنو لومړنۍ پایله، چې خلک ورته پهع تمه دي؛ اعلام کړي.
د محمد اشرف غني په مشری د دولت جوړونکې ټاکنډلې غړی داوود سلطانزوی هم ټینګار کوي، چې کمیسیون هم باید له حکومته په دې برخه کې مرسته وغواړي.
په اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې د نه پیلیدو له کبله کمیسیون ندی توانیدلی، چې خلکو ته د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنۍ پایلې کره نېټه اعلام کړي.