تازه خبرونه

د ناتو مشران خپله اویایمه کلیزه په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې نمانځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو مشران د سې شنبې پر ورځ( لیندۍ ۱۲\ د دسمبر ۳) په لندن کې د دغه سازمان اویایمه کلیزه  نمانځي.

د ناتو مشران اویایمې کلیزه په خپله دوه ورځنۍ سرمشریزې کې نمانځي؛ خو د غړیو ترمنځ یې د نه یووالي نښې نښانې هم لیدل کیږي. دوی به د دغې ټلوالې د راتلونکې په ګډون د ډېرو مسایلو په اړه بحثونه وکړي.

فرانسه، ترکیه او متحده ایالات د ناتو لپاره د یوې ځانګړې بڼې غوښتونکي دي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ د سرمشریزې په درشل کې ویلي؛ ناتو له بدلیدونکې نړۍ سره د بدلیدو په حال کې ده.

هغه زیاته کړې؛ زما لپاره دا مهمه ده، چې مونږ سره ګورو او ناتو بدلون ته به روان ساتو، ځکه بریالیتوب مو په دې کې دی، چې د نړۍ له بدلون سره یو ځای د بدلیدو وس لرو.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دا پوښتنه مطرح کړې، چې امریکا ولې باید د لویدیځ ساتنه وکړ؟

هغه د ناتو له غړیو غوښتي، چې د پوځي لګښتونو په برخه کې خپله ونډه زیاته کړي.

ستولتینبیرګ دا هم ویلي، چې له امریکا پرته د ناتو نورو غړیو خپل پوځي لګښتونه له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا ۱۳۰ میلیارد ته لوړ کړي دي.

د یادونې ده، چې دوی به د خپلې سرمشریزې په بهیر کې د افغانستان د ځواکونو د روزنې ماموریت په ګډون له تروریزم سره په مبارزه کې د ناتو د کړنو څرنګوالی هم وڅېړي.

Trending

Exit mobile version