تازه خبرونه

د کابل په درېیمه کارته کې نا څرګندو وسلوالو پلار او زوی وژلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن مازیګر مهال څه نا څه درې بجې د شپږمې امنیتي حوزې د درېیمې کارتې په اتم سړک کې د شپږمې ناحیې وکیل دل آغا له خپل زوی سره یو ځای د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څرګنده کړې، چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه د پلار او زوی د ترور پر تور درې کسان نیول شوي دي.

ویل کیږي، چې یو دوه کلن ماشوم د پلار په غېږ کې ژوندی پاتې دی.

تر دې دمه چا د پېښې مسوولیت ته اوږه نده ورکړې.

Trending

Exit mobile version