تازه خبرونه

د څرخي پله زندان د بندیانو کتابونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د څرخي پله زندان د بندیانو اقتصادي، بېخبنایي، ټولنیز، شعري کتابونه او بېلابېل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.

څرخي پله زندان د  کابل په ختیځ کې پروت دی، چې تر ټولو ستر زندان یادیږي. په دې زندان کې زرګونه کسان ساتل کیږي؛ خو دا ځل له دې زندان څخه د ګټور فعالیت خبرونه خپریږي او ویل کیږي، چې بندیانو څو ټوکه کتابونه لیکلي او لاسي صنایع یې برابرې کړې دي.

د څرخي پله زندان رییس اخترمحمد نورزي ویلي؛ د قانون له مخې، هر بندي، چې سل پاڼې کتاب ولولي، د بند په موده کې یې شپږ ورځې کمی راځي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د لیکل شویو کتایونو شمېر  ۱۶ټوکو ته رسیږي، چې اقتصاد، بېخبنا،  بېلابېل شعرونه او نور معلوماتي موضوعات را نغاړي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې غواړي په راتلوونکې کې هم دا ډول پروګرامونه تنظیم کړي.

د پښتني بانک پخوانی رییس حیات الله دیاني، چې د مالي ستونزو په دلیل دې په زندان کې لس کاله مخکې بندي شوی دی، په دې موده کې یې درې ټوکه کتابونه لیکلي.

هغه ویلي، د سیاسي دلایلو له کبله بندي شوی دی.

ښاغلی دیاني په ژړغوني غږ ویلي، چې بندیان ښه اقتصادي حالت نلري.

دا به ښایي لومړی ځل وي، چې د بندیانو اثرونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کیږي.

Trending

Exit mobile version