تازه خبرونه
د څرخي پله زندان د بندیانو کتابونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل
د څرخي پله زندان د بندیانو اقتصادي، بېخبنایي، ټولنیز، شعري کتابونه او بېلابېل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل.
څرخي پله زندان د کابل په ختیځ کې پروت دی، چې تر ټولو ستر زندان یادیږي. په دې زندان کې زرګونه کسان ساتل کیږي؛ خو دا ځل له دې زندان څخه د ګټور فعالیت خبرونه خپریږي او ویل کیږي، چې بندیانو څو ټوکه کتابونه لیکلي او لاسي صنایع یې برابرې کړې دي.
د څرخي پله زندان رییس اخترمحمد نورزي ویلي؛ د قانون له مخې، هر بندي، چې سل پاڼې کتاب ولولي، د بند په موده کې یې شپږ ورځې کمی راځي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د لیکل شویو کتایونو شمېر ۱۶ټوکو ته رسیږي، چې اقتصاد، بېخبنا، بېلابېل شعرونه او نور معلوماتي موضوعات را نغاړي.
د پښتني بانک پخوانی رییس حیات الله دیاني، چې د مالي ستونزو په دلیل دې په زندان کې لس کاله مخکې بندي شوی دی، په دې موده کې یې درې ټوکه کتابونه لیکلي.
هغه ویلي، د سیاسي دلایلو له کبله بندي شوی دی.
ښاغلی دیاني په ژړغوني غږ ویلي، چې بندیان ښه اقتصادي حالت نلري.
دا به ښایي لومړی ځل وي، چې د بندیانو اثرونه او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کیږي.