تازه خبرونه
د کابل ښار د ۷، ۸، ۵ او ۱۸ حوزو اړوند سیمې تر ټولو ناامنه دي
په کابل ښار کې جنایي جرمونه په بېساري توګه ډېر شوي دي؛ خلک وایي، پولیس د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلي دي.
د راپورونو له مخې، هره ورځ په کابل ښار کې څو تنه د وسلوالو غلو لخوا لوټ کیږي او ځینې یې حتا ژوند له لاسه ورکوي.
د آریانا نیوز تازه راپور ښیي، چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د پېنځمې حوزې دوه تنه اوسیدونکي او د اتلسمې حوزې یو بل تن د وسلوالو غلو لخوا ټپیان شول او پیسې ترې یووړل شوې.
دغه راز په تېرو څلیریشت ساعتونو کې درې تنه په اوومه حوزه او دوه نور د اتمې حوزې په اړوند سیمو کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ټپیان شوي؛ مالونه او پیسې یې هم لوټ شوي دي.
د کابل ښار د اوومې حوزې اوسیدونکي وحید ویلي، پولیس د دې کسانو د نیولو وس نلري.
کورنیو چارو وزارت ویلي، د جنایي جرمونو د مخنیوي لپاره یې یو لړ اقدامات په پام کې نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د نامسوولو وسلوالو د نیولو لپاره امنیتي پلان تر لاس لاندې لري.
د کابل ښاري او فرعي کوڅې امن ندي او د ځینو سیمو د ګذر وکیلانو ویلي، ځینو خلکو د وسلوالو غلو له وېرې خپل کورونه پلورلي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.