تازه خبرونه
د لاجورد له لارې یوه سوداګریزه ټولګه ترکیې ته لیږدول شوې ـ سوداګر
د لاجورد له لارې تر اوسه یوه سوداګریزه ټولګه ترکیې ته لیږدول شوې. په داسې حال کې، چې دا لار څه باندې یو کال مخکې پرانیستل شوې.
د لاجورد لار د تېر لمریز کال د لیندۍ پر ۲۲ د ولسمشر لخوا په هرات کې پرانیستل شوه؛ دا لار افغانستان د آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې له ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان، تورې بحیرې، ترکیې او اروپا سره نښلوي.
سوداګر وایي، تر دې مهاله له دې لارې یوه سوداګریزه ټولګه لیږدول شوې، چې د لارې د پرانیستو پر مهال لیږلو ته چمتو شوې وه.
سوداګر له حکومته په دې اړه د آسانتیاوو برابرولوغوښتنه کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان آقا نوید وایي، چې مونږ د لاجورد له سوداګریزې لارې هغسې، چې هیله وه؛ صادرات ونشول مونږ خپل وړاندیزو نه حکومت ته کړي، چې هغه ستونزې حل کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا ویلي؛ مونږ خبر یو دا ستونزې په ویزه، د فورمونو په ډکولو او له ځینو هېوادونو سره د قراردادونو خبرې دې، چې حل به شي.
د ولسمشر اشرف غني حکومت تر ډېره هڅه کړې، چې افغانستان له څو بندرونو او هېوادونو سره ونښلوي او پر پاکستان اتکا را کمه کړي.
خلک دا پر ځای ګام بولي؛ خو ځینې اقتصادي هڅاند د ولسمشر ډېري دا ډول ګامونه سمبولیک او له وخت مخکې ګڼي.