تازه خبرونه

د مازیا فوتبال لوبډلې د افغان لوبغاړیو په شتون کې د مالدیپ د فوتبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مازیا فوتبال لوبډلې د دوه افغان لوبغاړيو په شتون کې د مالدیپ د فوتبال د غوره لیګ اتلولي ترلاسه کړه.

د دې لوبډلې په جوړښت کې د افغانستان د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي هر یو اویس عزیزي او شریف محمد لوبیدلي او د مالدیپ غوره لیګ په وروستي لوبه کې یې ګرین ستریت لوبډله د ۵ پر ۱ ماته او د پېنځلسمې بریا ویاړ یې تر لاسه کړ.

له دې بریا سره د مازیا فوتبال ملي لوبډله له ۴۷ امیازونو برخمنه شوه او د ۱۱ امتیازونو په لرلو یې د جدول د دویمې لوبډلې پر پرتله په پوره ځواکمنۍ د دې لوبو د اتلولۍ جام خپل کړ.

Trending

Exit mobile version