تازه خبرونه

د کابل په نږدې ولسوالیو کې د طالبانو له شتوالي خبر ورکړ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ولایتي شورا ريیس وايي، چې وسلوال طالبان د شپې له خوا په پغمان، موسهي، سروبي او قرباغ ولسوالیو کې خلک تالاشي کوي او پراخ شتون لري.

د کابل ولایتي شورا رييس سید عبدالرحمان هاشمي وايي، چې وسلوالو طالبانو د کابل په یو شمېر ولسواالیو کې فعالیت پیل کړی او د شپې له خوا د پغمان، سروبي، قره باغ او موسهي ولسوالیو په ځينو سیمو کې خلک تلاشي کوي.

د هغه په وینا؛ وسلوالو طالبانو په دغو سیمو کې جلب او جذب هم  پیل کړی دی.

د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکي هم مني، چې په ارغندۍ او پشه يي دره کې وسلوالو طالبانو فعالیت پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دغه رپوټونه بې بنسټه ګڼي او وایي؛ مونږ ته داسې ګزارش نه دی تر لاسه شوی، چې طالبان دې په کابل کې د تلاشۍ ځواک ولري.  

که څه هم په تېرو څو کلونو کې پلازمېنه کابل د وسلوالو طالبانو له ځانمرګو بریدونو او چاودنو خوندي نه و؛ خو اوس د هغوی فزیکي حضور دا دی ښاریان اندېښمن کړي دي.

Trending

Exit mobile version