تازه خبرونه

د کابل د وروستي برید د زیانونو کچه ۳۰ میلیون دالرو ته رسیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونې تازه ارزونې ښیي، چې په درې وروستیو ورځو کې اقتصادي سکتور ته دېرش میلیون دالر زیان رسیدلی دی.

د کابل د چهارشنبې ورځې خونړی برید په یوه داسې سیمه کې رامنځته شوی، چې په کې د دیپلوماتیکو مرکزونو تر څنګ بانکونه، ستر پلورنځایونه، ګرځندوی شرکتونه، هوتلونه او اقتصادي تاسیسات پراته دي.

د دې خونې مسوولین له حکومته د اوږدمهاله پورونو غوښتنه لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، که مونږ دولتي تاسیسات او موترې حساب هم نه کړو؛ یوازې خصوصي برخې ته ۳۰ میلیون دالر زیان رسیدلی دی.

د شرکتونو مسوولین وایي، د دې لپاره، چې کار بیا له سره پیل کړي، حکومت یې باید مالي ملاتړ وکړي.

د یوه خصوصي شرکت مسوول  بسم الله، وایي د خپلو شرکتونو د بیا فعالولو لپاره لازمه پانګه  نه لري. دی وایي ودانۍ مو بشپړه له منځه تلې ده. دی له دولت غواړي، چې د کارونو د بیا پیل لپاره  باید ور سره مالي مرستې وشي.

د یوه ګرځندوی شرکت مسوول وحید الله وایي، خپله بشپړه پانګه مې دلته له لاسه ورکړې ده ؛ دولت دې را سره د کار د بیا پیلو لپاره مالي مرسته وکړي      

د یوه بل ګرځندوی شرکت مسوول ادریس په ډاګه کړې، چې مونږ ۱۵۰ زره افغانۍ مالیه ورکوو. له خپلې مالیې څخه دې راسره مالي مرسته وشي، چې بیا خپل کار پیل کړم.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د ناامنیو پر زیاتوالي اندېښنه لري او وایي؛ که یې مالي ملاتړ ونه شي، ممکن نوره پانګه هم له هېواده ووځي او سوداګر به زړه ښه نه کړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version