تازه خبرونه

د کابل ښار د ښاري خدمتونو لپاره ۱۵۰ میلیون دالرځانګړي شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ښاروالۍ وايي، په روان کال کې د کابل ښار د ښاري خد متونو لپاره یوسلوپنځوس میلیون دالر ځانګړي شوي، چې په دې پیسو به کابل ښاریانو ته ښاري خد متونه برابرشي.

د کابل ښاروال عبد الله حبیب زی وايي، د کابل ښاروالۍ لپاره له دې وړداندې دومره پیسې ښاري خدمتونو ته ندي ځانګړي شوي. مونږ ښاري خړمتونو ته  ۱۵۰ میلیون دالرځانګړي کړي تو صنعتي پارکونو لپاره هم ځانګړي پام لرنه لرو.

د کابل د صنعت کارانو ټولنې رییس نصیراحمد انصاف بیا پر کابل ښاروالۍ نیو که کوي، چېپه تېرو  نږ دي درې لسیزو کې ښاروالۍ بېخبنايي خد متو نه نه ترسره کړي؛ خو د صفاحي په نامه پیسې اخلي.

کابل ښاروالۍ د صنعتي پارکونو لپاره د ځانګړي بودجې ډاډ څرګند کړی، چې د یوې کاري ډلې لخوا به د صنعتي پارکونو ستو نزو ته بشپړ لاسرسی رامنځته شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version