تازه خبرونه
د کابل ګارنیزیون او امنیې له پخوانيو قومندانانو څېړنې وشوې
د لویې څارنوالۍ ویاند وایي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او معترضانو تر منځ له شخړو دوه اوونۍ وروسته لویې څارنوالۍ د کابل ګارنیزیون له پخواني قومندان ګل نبي احمدزي، د کابل له پخواني امنیه قومندان حسن شاه فروغ، د لسمې او پېنځمې امنیتي حوزې له آمرانو او نورو امنیتي مسوولینو څخه پر لاریون کوونکیو د ډزو په تړاو څېړنې وشوې.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي زیاتوي، په دې اړه له نورو هم څېړنې روانې دي؛ خو د تورن په توګه تر اوسه هیڅوک نه دي نیول شوي.
د څېړنو پایله نه ده معلومه؛ خو رسولي غواړي هغه عادي کسان، چې اعتراضونه یې پر تاوتریخوالي واړول هم پیدا او ترې څېړنې وکړي.
اعتراض کونکی عبدالکریم محمدي وایي، د اعتراض کوونکیو د تحصن خیمه په شېرپور څلور لارې کې پر ځای ده، چې نه یوازې د لویې څارنوالي پر کړنو رضایت نه لري، بلکې په امنیتي بنسټونو کې هم سمونونه غواړي او د جګپوړیو امنیتي چارواکو( د ملي امنیت د رییس او د ملي امنیت د شورا د سلاکار) د استعفا غوښتنې لري.
د اعتراض کوونکی نور یحیا په وینا؛ که غوښتنو ته مو د روژې تر پایه مثبت ځواب ونه ویل شي؛ مونږ به بېرته د تحصن خیمې په بېلابېلو سیمو کې ودراوو.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله آزاد وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ هم دې ته چمتو شوې، چې د اعتراض کوونکیو د غوښتنو یوه برخه عملي کړي؛ خو نه د هغو ټولې غوښټنې. دا، چې د معترضانو کومې غوښتنې عملي کیږي، ښاغلي آزاد پرې تر دې دمه څه نه دي ویلي.
په کابل کې څو ورځې مخکې د تانکربم چاودنې په غبرګون کې اعتراضونه وشول؛ اعتراض کوونکیو غوښتل ارګ ته نږدې شي، خو امنیتي مامورینو یې مخنیوی وکړ. پر همدې مهال د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکیو تر منځ په اخ و ډب کې نهه تنه اعتراض کوونکي ووژل شول او له شل ډېر ټپیان دي. په وژل شویو کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال ایزدیار زوی سالم ایزیدیار هم و، چې ویل کیږي د جنازې په مراسمو کې یې درې غبرګ ځانمرګي بریدونه تر سره شول.