تازه خبرونه

د کابل ښار په الزهرا جومات کې ځانمرګي مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تېره شپه نهه بجې د کابل ښار د برچي د ازهرا په جومات کې ځانمرګي اووه لمونځ کوونکي وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

ځینې سرچینې وایي، برید کوونکي درې کسه ول، چې لمونځ کوونکي یې تر برید لاندې راوستل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش په ډاګه کړې، چې په دې برید کې څلور کسه وژل شوی دي.

نوموړي د فیسبوک پر پاڼه لیکلي، چې په دې برید کې درې ملکي وګړیو او یو پولیس خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی؛ څلور عام وګړي او څلور پولیس ټپیان دي.

داعش ډلې پر ازهرا جومات د برید پړه منلې ده.

دا درېیم ځل دی، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د کابل اوسیدونکي د ځانمرګو بریدونو موخه ګرځي.

Trending

Exit mobile version