تازه خبرونه
د کابل علاُالدین روزنتون۲۰۰ ماشومان د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول
د بیات بنیاد عمومي ريیس او لیا بیات څه موده مخکې د هېواد له روزنتونو څخه د لیدنې پرمهال ژمنه کړې وه، چې د روزنتونونو له ماشومانو سره به د یو شان بشپړو جامو او کالیو مرسته کوي. د دغو مرستو لومړۍ جوپه په کابل کې د علاُالدین روزنتون پر ماشومانو ووېشل شوه.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل د مرستې د وېش پر مهال وویل، چې ډېر ژر به د تهیه مسکن روزنتون پر ماشومانو هم دغه ډول جامې ووېشل شي.
نوموړی زیاتوي، چې د دغه روزنتون پر دوه سوه ماشومانو یې سر تر پایه جامې ووېشلې او دغه ډول مرستې به نورو سیمو ته هم ورسیږي.
د علاُالدین روزنتون مدیره ماوا وايي، چې بیات بنیاد له دغه روزنتون سره ښه همکار پاتې شوی دي.
نوموړې له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې د روزنتون له ماشومانو سره مرسته وکړي.
بیات بنیاد د جوړښت له وخته په مرکز او ولایتونو کې له روزنتونونو سره د پام وړ مرستې کړي دي.