بلخ @ps

د فاریاب کوهستان ولسوالي وسلوالو طالبانو ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فاریاب امنیه قومندانی ویاند عبدالکریم یورش وایي، دا ولسوالي تېره شپه لس بجی د وسلوالو لاس ته لویدلې؛ وسلوالو د امنیه قومندانی د ودانی یوه برخه سوځولې او د خیرآباد په سیمه کي تراوسه هم نښته روانه ده، خو امنیتي ځواکونو په دغه سیمه کې دفاعي کرښه جوړه کړې ده.

د فاریاب ولایتي شورا یو غړی سید عبدالباقی هاشمي وایي؛ د خیرآباد په سیمه کی له سل ډېر امنیتي سرتېري د محاصرې په حال کې دي، چې که ورسره مرسته ونه شي ښایي د وسلوالو لاس ته

د وسلوالو طالبانو په لاس د فاریاب کوهستانات ولسوالې له سقوط وروسته د امنیه قومندانۍ یوه برخه سوځیدلې او په خیرآباد پوسته کې سخته جګړه روانه ده.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایې، په دې نښته کې څلور امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

نوموړی زیاتوي، دمګړۍ د دې ولایت په اته ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، چې مخالفینو ته په کې درنده مرګ و ژوبله رسیدلې؛ خو کره شمېر یې څرګند شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د فاریاب ولایتي شورا یو شمیر غړي د وسلوالو طالبانو په محاصري کې د ۲۰۰ افغان ځواکونو او پېنځه تنو امنیتي سرتېرو او یو کماندو سرتېري په تریتم کیدو اندېښنه ښيي.

Trending

Exit mobile version