تازه خبرونه

د کابل ښار په ځانمرګي برید کې ۶۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د زمري ۲ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ځانمرګي بریدګر ۲۴ ملکي وګړي وژلي او۴۲  نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه نن سهار۶:۵۰  هغه مهال رامنځته شوې، چې یو برید کوونکي خپل له چاودیدونکیو توکو ډکه کرولا موتر  د زاول لوړو زدکړو موسسې ته نږدې وچاوه.

د دغه وزارت د خبر پاڼې له مخې په چاودنه کې د ملکي وګړیو درې موتر او ۱۵ پلورنځي ویجاړاو ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي  

د کورنیو چارو زارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي، چې دا موتر بم چاودنه وه او د کانونو وزارت  کارکوونکیو او ولسي وګړیو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره؛ تراوسه معلومه نه ده، چې د برید هدف څوک ول، خو طالبان د برید مسوولیت منلی او وايي، په دغه برید کې یې د ملي امنیت دوه کاستر موتر په نښه کړي، چې په کې  ۳۷ استخباراتي چارواکي وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

چاودنه د اجرائیه ریاست د دوه یم مرستیال محمد محقق له کور سره نږدې رامنځته شوې ده.

د اجرائیه ریاست یو ویاند امید میثم ويلي، په دې پېښه کې د محمد محقق یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

له ارګه په خپره شوې بیانیه کې راغلي؛ افغان ولسمشر دا برید غندلی او ویلي یې دي دا بریدونه ښيي، چې وسلوال د جګړې په ډګر کې “کمزوري” شوي دي.

دولسمشرۍ سرپرست ویند سید شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په ډاګه کړې ، چې په ننني موتربم کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.

اجرائيه رييس د برید په غبرګون کې ویلي، چې بریدګر غواړي د بهرنیو هدفونه عملي کړي.

دا د زمبق په څلورلاري کې له ټانکر برید وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ده، چې په کابل کې رامنځته کېږي. په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۲۰ کسان وژل شوي او ۴۵۰  نور ټپیان ول.

Trending

Exit mobile version