بلخ @ps
د فاریاب په کوهستان کې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش مني، چې په کوهستان ولسوالۍ کې د سیمې محاصره شوي۱۳۰ پاڅونوال له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ د کوهستان ولسوالۍ په مرکز کې جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه پرې هوایي او ځمکني بریدونه کوي.
نوموړی زیاتوي؛ د ناصر کوهستاني په مشرۍ یوې شل کسیزې ډلې تېښته کړې او اوس په خوندي سیمه کې دي.
اوس هم د کوهستان په خیر آباد قلعه کې د کماندو یو شمېرځواکونه له سیمه ییزو پاځونوالو سره یوځای د طالبانو تر محاصرې لاندې پاتې دي.
د طالب ویاند قاري یوسف احمدي د څرګندونو له مخې؛ طالبانو تېره ورځ دغو ځواکونو ته ګواښ کړی و، چې که له وسلو او مهماتو سره تسلیم نشي؛ تر برید لاندې به ونیول شي.