بلخ @ps

د فاریاب د غورماچ له دوه قرارګاوو پرته، نوره ټوله سیمه طالبانو نیولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فاریاب ولایتي شورا مرستیال وایي،  له دوه قرارګاوو پرته، چې له ملي اردو او پولیسو سره دي نور د غورماچ ولسوالۍ ټوله سیمه طالبانو نیولې او دا قرارګاوې  یې له څلورو خواوو محاصره کړي دي.

هغه زیاتوي، وسلوال د امنیتي قرارګاوو تر ۲۰۰ مترۍ پورې رارسیدلي او که د هوا له لارې عملیات پیل نه شي؛ نو ښایي دا امنیتي سرتېري له لاسه ولاړ شي.

په غورماچ کې یوه امنیتي سرچینه، چې نه غواړي نوم یی یاد شي وايي، له شل و ورځو را په دیخوا سرتېرو ته مهمات او غذایي توکي نه دي رسیدلي او عملیات دریدلي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال ویاند نصرت الله جمشیدي وايي، په غورماچ کې پر هوایي بریدونو شپېته وسلوال وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version