تازه خبرونه

د کابل د لوی پوځي روغتون په برید کې دوه تنو له روغتونه مهمه ونډه لرله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په سردار محمد داوود خان روغتون کې د تېرې اوونۍ د وحشیانه برید په عواملو کې لږ تر لږه دوه تنو د روغتون له منځه مهمه ونډه لرله.

فرانس پریس خبری آژانس ته د روغتون ګڼو ژغورل شویو کارکوونکیو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ  پر روغتون برید هغه مهال پیل شو، چې د دغه روغتون په شاتنۍ دروازه کې انتحاري حمله وشوه؛ دغه برید هغو تروریستانو ته لار اواره کړه، چې د داکترانو په شان یې سپینې چپنې اغوستې وې.

ګڼو نورو ژغورل شویو شاهدانو په ډاګه کړې، چې په روغتون کې دننه ډېر کسان د هغو عناصرو له لوري ووژل شول، چې له مخکې څخه په روغتون کې ځای پر ځای شوي وه او ځینو یې د روغتون له کارکوونکیو سره پېژندل.

دوی وايي، چې په داخلي عناصرو کې دوه تنه، چې عمرونه یې شاوخوا شل کاله ښکاريدل او له میاشتو – میاشتو راهیسي یې په روغتون کې کار کاوه، شامل ول او پر روغتون برید یې ۶ ګړۍ وغزاوه.

یو له دغو دوه تنو څخه خپل چاودیدونکي توکي وچول او بل د امنیتي ځواکونو په ډزو کئژ ووژل شو.

فرانس پریس خبري آژانس ته یوه داکتر، چې د تروریستانو په برید کې سخت ټپي شوی دی، وویل، چې یو برید کوونکي زما شاګرد و ښه مې پېژانده. په دې مې ډېره خوا بده شوه، چې ده له یوې مخې پر ټولو ډزې کولې.

دې خبرې آژانس د یوې امنیتي سرچیې له خبرو دا هم په ډاګه کړې، چې داعش د دغه برید ظرفیت نلري او دا برید د حقاني شبکې تر سره کړی دی.

د دغه روغتون یو کارکوونکي هم څرګنده کړې، چې یو شمېر برید کوونکي د رهبرۍ له غړیو سره په اړیکو کې ملا صاحب هم ویلي دي او ویل یې، چې مونږ ټول بې دینه وژنو.

امنیتي سرچینو هم د دغو دوه تنو لاس لرل په دې برید کې منلي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي دي، چې پر روغتون برید له روغتون دننه او بهر څخه تر سره شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ له بهره برید د هغو افرادو له مرستې پرته ناشونی و، چې په روغتون کې دننه ول. له همدې کبله یو شمېر کسان تر پوښتنې لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اړوند پېښې په اړه تر دې دمه د حکومت له لوري ګومارل شوي پلاوي څه نه دي ویلي.  

Trending

Exit mobile version