تازه خبرونه

د ناتو له پرېکړې مخکې دې افغانستان ته د تلونکیو سرتېرو شمېر اعلان شي-پیتر پاول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ناتو له امریکا غوښتي، چې د سرتېرو د زیاتولو په اړه دې د دغه سازمان د تازه پرېکړې له اعلان  مخکې افغانستان ته د تلونکیو امریکايي سرتېرو شمېر اعلان کړي.

امریکا د افغانستان او سویلي آسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړې؛ خو ناتو وايي؛ دوی نه پوهیږي، چې افغانستان ته امریکا څومره سرتېري لیږي او هلته به څنګه ځای پر ځای کیږي.

د ناتو د پوځی کمیتې مشر پیتر پاول څرګنده کړې، چې مونږ د دفاع له وزیرانو ازمایبښتې څرګندونې تر لاسه کړي؛ خو دا لا نده معلومه، چې د دوی سرتېري به په کومو ځایونو کې او په کومو دندو بوختیږي. مخکې له دې، چې پوه شو امریکا به کوم ځایونه نیسي؛ مونږ ته به ستونزمنه وي، چې د سرتېرو د زیاتولو په اړه پرېکړه وکړو.

نوموړي په ډاګه کړې، چې دوی افغانستان ته د خپلو سرتېرو د لیږلو پرېکړه تر راتلونکې اکتوبره ځنډولې ده.

هغه دا هم ویلي؛ دوی به د سرتېرو د لیږلو پر وخت پر هغو اړتیاوو کار وکړي، چې افغان ځواکونه سمدلاسه ور سره لاس او ګریوان دي.

ښاغلي پیتر پاول زیاته کړې؛ دا ښکاره خبره ده، چې هوايي ځواکونه روزنې، پرمختیا او ځانګړي ځواکونه سمبالولو ته اړتیا لري.

د ناتو دغه چارواکی ټینګار کوي، چې د افغانستان د ثبات لپاره یوازې پر بهرنیو سرتېرو تکیه کول د ستونزې حل نه را وباسي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې دوی په پوځي لیکو کې اصلاحاتو ته ژمن دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، په ټولو دولتي ادارو کې اصلاحات پلي کیږي او دا مو لومړنۍ موخه ده. که دا کار ونشي، کاري ظرفیتونه به ونلرو او له فساد سره به مبارزه هم ټکنۍ وي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپل تازه رپوټ کې لیکلي؛ پنتاګون اوس هم په دې فکر کوي، چې په دوه زره اتلسم کال کې خپل سرتېري څه ډول په افغانستان کې ځای پر ځای کړي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version