تازه خبرونه

د فراه په مرکز کې ۴ طالبان او دوه سرتېري وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په فراه کې چارواکي د څلور طالبانو او دوه سرتېرو  له وژل کیدو خبر ورکوي.

د فراه والي ویاند ناصر مهري وايي، نن سهار وسلوالو طالبانو د فراه په مرکز کې پر یوه پوسته برید وکړ، چې له لږ مقاومت وروسته نور امنیتي ځواکونه ور ورسیدلي او د طالبانو برید پر شاه وتمبول شو. هغه زیاتوي، په دې برید کې څلور وسلوال او دوه پولیس وژل شوي او یو پولیس او دوه طالبان ټپیان دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version