تازه خبرونه
د کابل ښار په دهبوري کې چاودنې درې پولیس ټپیان کړل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کابل ښار د درېیمې ناحیې د دهبوري په اړوند سیمه کې چاودنې درې پولیس ټپیان کړي دي.
کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پېښه تائیدوي او وایي، چې نن ماښام د دهبوري د څلورلاري امنیتي پوستې ته نږدې د پولیسو پر رنجر موتر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، چې په کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.
په سیمه کې امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې دوه بمي چاودنې شوي، چې په کې د یو افسر په ګډون درې پولیس ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغې چاودنې د کابل ښار څو اوونیزه چوپتیا ماته کړه.