تازه خبرونه

د کابل د ښاري کمربند پر کنډک د موتر بم برید مخه ونیول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وايي؛ د کابل د ښاري کمربند پر کنډک موتر بم برید، چې د حقاني شبکې لخوا تنظیم شوی و؛ هدف ته له رسیدو مخکې پولیسو شنډ کړ.

د کابل پولیس وایي، د کابل په لویدیځ کې د چاودیدونکیو توکو ډک بار وړونکی موتر، چې له وردګو ولایت څخه راغلی و؛ پولیسو یې د چاودنې مخه ونیوله.

مسوولین وايي، چې موتر بم برید د ښاري کمربند قومندانۍ په نښه کوله، چې دوی یې مخنیوی وکړ. د شپې لس نیمې بجې وې، چې د پولیسو له شک سره بریدګر موتر ته د چاودنې هڅه وکړه؛ خو نه دی توانیدلی.

په موتر کې اته ویشت بوشکې امونیم نایتریت او دوه نوپال بمونه ځای پر ځای شوي وه. مسوولین زیاتوي، موتر بم د پېنځه سوه متره مربع سیمې د ویجاړولو ځواک درلود. چاودیدونکي توکي د رومي بانجانو لاندې اېښودل شوي وه.

امنیتي مسولین وايي، چې برید حقاني شبکې په پاکستان کې تنظیم کړی و.

د کابل امنیه قومندانۍ سرپرست سالم احساس دغه چاودیدونکي توکي ډېر ګڼي او وایي، دغه چاودیدونکي توکي که د زنبق له څلورلاري ډېر نه ول، لږ هم نه ول.

ویل کیږي، چې په سیمه کې نورو وسلوالو بریدګرو هم غوښتل، چې له موتر بم وروسته د ښاري کمربند قومندانۍ ته ننوځي؛ خو د لومړي بریدګر له نیول کیدو وروسته هغوی پر تېښته بریالي شوي دي.

ځان مرګی بریدګر له ټپی کیدو وروسته پولیسو نیولی دی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویس برمک هغه پولیس، چې تېره شپه یې په کابل کې د یوې درندې چادونې مخنیوی کړی؛ په نغدي او رتبوي مکافاتو وستایل.

خبریال: باعث حیات

 

 

Trending

Exit mobile version