تازه خبرونه
د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
دفاع وزارت ومنله، چې نن مازیګر مهال د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو دفتر مخې ته ځانمرګی برید رامنځته شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اسمعیل کاووسي ویلي، چې د دې وزارت اړوند روغتونونو ته د چاودنې له ځایه د یوې ښځې په ګډون د درو کسانو مړي او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.
دفاع وزارت وایي، چې منسبینو ته یې مرګ و ژوبله نه ده اوښتې.
امنیتي چارواکو آریانا نیوز ته ویلي، چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي، چې جزئیات به یې وروسته وړاندې شي.
د پېښې پړه داعش وسلوالو منلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د چاودنې سیمې ته نږدې بهرني سفارتونه هم پراته دي.