تازه خبرونه

د فراه ولایت د مرکز په ریګي پوسته کې اته پولیس وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه د امنیه قومندانۍ امنیت آمر وایي؛ د فراه ولایت د مرکز ریګي پوسته د اته پولیسو له وژل کیدو وروسته سقوط شوې ده.

د فراه د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ګلبهار مجاهد زیاتوي؛ ښایي دا پولیس د خپل یوه همکار له خوا وژل شوي وي؛ ځکه، چې د وژل شویو پولیسو یو همکار تر اوسه تریتم دی.

چارواکو په دې اړه د څېړنو له پیلدو هم خبر ورکړی او وایي، چې سقوط شوې پوسته بېرته فعاله شوې ده.

طالبانو پر ریګي پوسته د برید پړه منلې او ویلي یې دي، چې۱۳ پولیس یې وژلي او دولس میله وسله یې وړې ده.  

Trending

Exit mobile version