تازه خبرونه

د کابل او تاشکند سوداګریزه راکړه ورکړه به یو میلیارد دالرو ته پورته شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له ازبکستان سره د همکاریو د لاسلیک شویو تړونونو په عملي کیدو به د کابل – تاشکند تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې یو میلیارد دالرو ته پورته شي.

ازبکستان  ته د ولسمشر محمد اشرف غنې د سفر پر مهال شل اقتصادي او د ۵۰۰ میلیون دالرو په ارزښت ۴۰ د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.

د سوداګری او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، په دغو تړونونو کې ازبکستان د افغانستان، چین، قزاقستان او روسیې د ترانزیټې دهلیز په توګه او افغانستان د ازبکستان او سویلې آسیا د ترانزیټي دهلیز په توګه؛ دوه هغه تړونونه دي، چې مهم بلل کیږي.

د ښاغلي قوقندي په وینا؛ اوس د کابل او تاشکند سوداګریزه راکړه ورکړه څلور سوه میلیون دالره ده، چې په کال کې به یو میلیارد دالرو ته پورته شي.

د دي ترڅنګ له کابل څخه تاشکند ته د مستقیمو پروازونو پیل، د اوسپنې پر پټلۍ د دواړو هېوادونو نښلول، د هرات ـ مزارشریف د اوسپڼې پټلۍ رغول، د سرخان څخه تر پلخمرې پورې د ۵۰۰ کیلوات برښنا لیږدول، د کابل حلقوې سړک جوړل، د قیصار- لامان د حلقوي سړک جوړول او د سالنګ تونل جوړل له مهمو تړونو څخه دي، چې له ازبکستان سره لاسلیک شوي دي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وایي، د دغو اړیکو پر پلي کیدو زمونږ خلکو ته د کار زمینه برابریږي او کولی شو، چې فقر د له منځه وړلو لپاره اقتصادي وده رامنځته کړو.

د پوهنتون استاد استاد مسعود وايي، چې ازبکستان د افغانستان لپاره د سوداګرۍ ښه بدیل او د پاکستان له فشارونو د ځان خلاصولو غوره لار ده.

افغانستان او ازبکستان دوه کاونډ هېوادونه دي، چې تراوسه له خپل اقتصادې ظرفیت څخه په بېلا بېلو برخو په ځانکړې توګه سوداګرۍ او ترانزیت کې ډېرې ګټې پورته کړې دي.

خبریاله: سمیرا ظفري

 

Trending

Exit mobile version