تازه خبرونه

د فراه له ګمرکه په یوه شپه کې سل زره امریکایي دالر اختلاس کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د  فراه والي مرستیال وایي، هره شپه له نوي تر سل سوداګریز موتر فراه ته د مالیاتو له ورکړې پرته داخلیږي او ځینې ملکي او پوځي چارواکي له سوداګرو سره په ګډه د ګمرک د عوایدو ستره برخه شخصي جیبونو ته اچوي.

د فراه والي مرستیال محمد یونس رسولي په ډاګه کړې، چې هره شپه له ۹۰  څخه تر ۱۰۰ سوداګریز موتر د ابونصر فراهي د ګمرک له لارې فراه ته ننوځي او پیسې یې، چې اکثره له سل زره دالرو اوړي، شخصي جیبونو ته ځي.

مدني فعال  نقیب الله نیکمل ټینګار کوي، چې د مرستیال والي خبرې باید تعقیب او له مفسدینو سره قانوني چلند وشي.

مخکې له دې د فراه سیمه ییزو مسوولینو ویلي وه، چې وسلوالو طالبانو ګمرکي عوایدو ته لاسرسی موندلی او هره شپه  تر اته میلیون افغانیو تر لاسه کوي او له دې پیسو وسلې او جنګي تجهیزات  پیري‌.

Trending

Exit mobile version