تازه خبرونه

د کابل مرګونې برید بېلابېل غبرګونونه راوپارول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ، اجرائیه ریاست، بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د امریکا سفارت، یوناما، ناتو او یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو دغه برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

دغه پېښه د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي ۷) د شهید مزاري د سړک د ناظر کلا د سیمې په تبیان فرهنګي مرکز  کې رامنځته شوې ده.

د دِغې مرګونې پېښې پړه داعش وسلوالو پر غاړه اخیستې، چې په کې له ۱۲۵ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې پر تبیان فرهنګي مرکز وسلوال برید محکوم او غندلی دی.

ارګ اړوند مسوولینو ته هدایت کړی، چې د دغې پېښې بشپړه څېړنه وکړي او له قربانیانو او ټپیانو سره بېړنۍ مرستې تر سره کړي.

دغه راز د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې نننی برید وغنده او له خبرپاڼې یې په ډاګه شوې، چې پر فرهنګي او رسنیزو مرکزونو بریدونه د افغانستان پر مدنیت او د خلکو پر لاسته راوړنو برید دی او ترورستان غواړي، چې پخپلو وحشي بریدونو د خلکو ګډ ارزښتونه زیانمن  کړي.

بهرنیو چارو وزارت، د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له خبرو په ډاګه کړې، چې دغه ترورستي برید د یو وحشي برید ښکارندویي کوي او ښيي، چې دوی یو ارزښت ته هم درناوی نلري او له یوه جنایته هم ډده نه کوي. په همدې دلیل له دوی سره له نرمښته کاراخیستل به د هېواد امنیت او ملي ګټې زیانمنې کړي.  

په کابل کې د امریکا سفیرجان بس هم دغه برید غندلی او د خپلو ټولو همکارانو په استازیتوب یې د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او د پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا غوښتونکی شوی دی.

نوموړي ویلي، چې دغه برید د ترهګرو له شرارت او بدۍ یو ځل بیا پرده پورته کړه او ښیي، چې دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات کمزوره کول غواړي. مونږ ډاډه یو، چې د افغانستان حکومت او خلک به د خپلو نړیوالو ملاتړیو په همکارۍ د دغه راز جنایتکارانو په ماتولو کې بریالي شي.

یوناما هم دغه پېښه غندلې او په ډاګه کړې یې ده، چې په دې بریدونو کې ډېر عام وګړي وژل شوي دي.

د ناتو ویاند کاني فالکنر ویلي، چې په افغانستان کې به فرهنګي پرمختګ او د بیان آزادي ونه وېریږي. له مونږ سره مخ شوي دښمنان باید پوه شي، چې ګټونکي ندي او د افغانستان خلک به هم چوپ پاتې نشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ننني ځانمرګي او ترورستي بریدونه  غندلي او دولت، ملت او په ځانګړي توګه یې د قربانیانو کورنیو، خبریالانو او پوهانو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د وروستیو څرګندونو له مخې په دې برید کې ۴۱ کسه وژل شوي او له ۹۰ ډېر ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version