تازه خبرونه

د نظام ننګونکي له هغو سخت دریځو خطرناک دی، چې عملاً جګړه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې وروستیو کورنیو لانجو ته په اشاره کې وویل، چې په کور د ننه د نظام ننګونکي له هغو سخت دریځو خطرناک دی، چې عملاً جګړه کوي.

د حزب ا سلامي رهبر ګلبدین حکمتیار د ارګ او عطا محمد نور تر منځ را پیدا شوې ستونزه وړه ګڼي او وايي، چې دوی پرې کار نلري.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار ایران تورن کړ، چې افغانستان ته داعش جګړه مار رالیږي او هڅه کوي د افغانستان شمال پرې ناامنه کړي.

په کابل کې د ایران سفارت بیا د حکمتیار دغه څرګندونې بې بنسټه ګڼي.

د ملي امنیت پخواني رييس امرالله صالح ادعا کړې؛ شل تنه داعشیان، چې په زندانونو کې ساتل کیږي، له حزب اسلامي سره تازه او پخوانۍ اړیکې لري.

حکمتیار دا هم وویل، چې ټاکل شوې وه د حزب ۹۱ زندانیان په روانه اوونۍ کې راخوسشې شوي وه؛ خو داسې ښکاري، چې بیا وځنډیدل.  

حکمتیار په دې باور دی، چې ائتلافي حکومتونه د هېوادونو تجزیې ته لاره اواروي.

نوموړی له دغه حالت څخه د وتو لپاره پخپل وخت د ټاکنو په تر سره کیدو ټينګار کوي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version