تازه خبرونه

د چابهار له لارې د هندي غنمو لومړۍ جوپه کابل ته راورسیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هند لخوا افغانستان ته د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه، چې د چابهار له لارې هېواد ته را لیږدول شوې وه، کابل ته را ورسیده.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني څرګنده کړې، چې هند له افغانستان سره د ۱۱۰ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې، چې له دې غنمو۶۰ زره متریک ټنه چابهار بندر ته رسیدلي او ټاکل شوې، چې دغه غنم په غیر عادي حالاتو او د بیو په کنترول کې وکارول شي. اوس دغه غنم په ستراتیژیکو زیرمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د هند شارژدافیر د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې چابهار بندر ګټور ګڼي.

د هند شارژدافیر الوک جاها وایي، دا لومړی ځل دی، چې مونږ له هند څخه افغانستان ته بدیله لار مومو؛ افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او نړیوال حق یې دی، چې سمندري لارې ته لاسرسی پیدا کړي؛ خو سمندر ته یې د لاسرسي په برخه کې یو ځانګړی هېواد مخنیوی کوي.

اقتصادي کارپوهان چابهار د پاکستان د کراچۍ بندر ښه بدیل ګڼي.

ویل کیږي، چې په دې بندر کې باید ډېره پانګونه وشي؛ خو دا هغه څه دي، چې تر اوسه نه دي شوي.

Trending

Exit mobile version