تازه خبرونه
د کابل د صدارت څلورلاري د موتر بم همکار او امبولانس ونیول شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کابل پولیسو په ډاګه کړې، چې صدارت څلورلاري ته نږدې د ځانمرګي موتر بم چاودنې همکار له یو امبولانس سره نیول شوی دی.
د اعلامیې له مخې؛ د ۱۰۱ آسمایي زون پولیسو دغه کس نن غرمه ۱۱:۴۰ دقیقي د درېیمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې نیولی دی.
د پولیسو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې نیول شوی کس د نورو معلوماتو لپاره د ملي امنیت ریاست ته سپارل شوی دی.
د پولیسو له اعلامیې په ډاګه شوې، چې دغه امبولانس د صدارت څلورلاري د پلټنې له لومړۍ دروازې تېر شوی او بیا له چاودیدونکیو توکو ډک موتر همده پسې جمهوریت روغتون ته وردننه شوی و.
په دې موتر بم چاودنه کې، چې د شنبې پر ورځ(د سلواغې ۷) د کورنیو چارو پخواني وزارت دوه یمې دروازې ته نږدې رامنځته شوې ۱۰۳ کسه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي.