تازه خبرونه

د کابل د وروستیو بریدونو له عاملانو سره د سولې ور تړلی دی- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر د سولې عالي شورا په عمومي ناسته کې خبرداری ورکړ، چې د وروستیو بریدونو عاملان به په بشپړ ډول له منځه یوسي او له هرې سوړې بې یې را وباسي.

ولسمشر اشرف غني دغلته د کابل د وروستیو خونړیو پېښو له عاملانو سره د سولې دروازه بنده کړه او د جګړې اعلام یې وکړ.

ولسمشر غني وایي، له وروستیو بریدونو وروسته اوس د ترهګرو په منځ کې د سولې د مخالفینو او ملاتړو توپیر کیږي او په خبره یې طالبان او ملاتړي یې اوس دوه غوراوي لري، یا سوله یا جګړه.

نوموړي هغه هېواد ته هم خبرداری ورکړ، چې په کې د ده په خبره طالبان او نور توند لاري میشت دي او خوندي مرکزونه په کې لري.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي بیا وایي، چې په حکومتي ادارو کې نیمګړتیاوو وسلوالو  مخالفینو ته زمینه برابره کړې، چې له خلکو سره نږدې شي او خپل فعالیت پراخه کړي.

ټاکل شوې، چې څلیریشت ورځې وروسته د افغانستان د سولې په اړه د کابل بهیر ناسته تر سره شي؛ ولسمشر له همدې کبله د سولې له عالي شورا غواړي، چې د جګړې بیه، د سولې د لارې نقشه او  مذاکراتو ته موخې او مهال وېش روښانه کړي.

حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو په لومړني پړاو کې نړیوالې ټولنې ته رول نه ورکوي؛ خو د سولې په تړون کې به یې را ګډ کړي.

د یادونې وړ  ده، چې د وروستیو خونړیو بریدونو مسوولیتونه طالبانو او داعش منلي دي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version