تازه خبرونه

د کابل امنیت ساتنه مو کاري لومړیتوب دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په دې وروستیو کې ولسمشر ویلي، چې کابل ښار د جنګي ډلو لخوا کلابند دی؛ خو د ناتو پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان لستوڼي رابډوهل او د امنیتي ځواکونو د روزنې تر څنګ یې وویل، چې د کابل امنیت ساتنه مو کاري لومړیتوب دی؛ خلک او نړیوالې ټولنې به په کې خوندي وي.

د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون وایي، وروستیو برېدونو ستره امنیتي تشه او درز را منځته کړی دی. کابل مونږ ته ستراتیژیک ارزښت لري او زمونږ په خپل ماموریت کې ورته لومړیتوب ورکړی دی. مونږ دغه ښار ساتو او خلک او نړیواله ټولنه، چې دلته حضور لري، خوندي کوو.

کابل د ۲۰۱۷ کال په وروستیو او د ۲۰۱۸ کال لومړیو کې د خونړیو بریدونو ښکار شوی و، چې پر علت یې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان څرګندونې کړې دي.

جنرال جان نیکلسون زیاتوي؛ مونږ ولیدل، چې طالبانو خپله تګلاره بدله کړه او د لیتیم توکو په کارولو یې خونړي او ویجاړونکي بریدونه وکړل. د طالبانو بمي برېدونه ړانده او زیاتره قربانیان یې ملکیان ول.

د کابل پولیس هم ټینګار کوي، چې ټاکل شوې د امریکایي تازه دمو ځواکونو یو سلاکار له افغان ځواکونو سره په ګډه د کابل امنیت تامین کړي.

د کابل پولیسو د قومندانۍ سرپرست وایي، د کابل د امنیت ساتنې لپاره د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ډېر اړین دی.

د کابل د پولیسود قومنداني سرپرست داوود امین وایي؛ مونږ خپلې اړتیاوې کورنیو چارو وزارت ته څرګندې کړي او له خپلو بهرنیو دوستانو سره هم په اړیکو کې یو. تاسې ډاډه اوسئ، چې هغوی په خپلو هڅو کې پرېکنده دي.         

د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت د قومندانۍ د هڅو تر څنګ د کابل پولیسو د ناقانونه وسلو د ټولولو او د تورو ښیښو لرونکیو موترو پر ضد بیا عملیات پیل کړل، چې خلک د پولیسو دا کړنه ستایي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version