تازه خبرونه

د کابل په بادام باغ کې د بزګر دودیزه میله جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د نوي کال دوه یمه نېټه له څو لسیزو راهیسې د بزګر د دودیزې میلې د ورځ په نوم یادیږي، چې د کابل بادام باغ یې د کلنۍ میلې لوی او پراخ مرکز ګرزیدلی دی. دلته د هېواد صنعت کاران او سوداګر خپل محصولات د پلور او بازارموندنې لپاره وړاندې کوي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی ویلي، چې: سړې خونې، د غنمو زیرمې، د بسته بندۍ مرکزونه، مسلخونه او بهرنیو بازارونو ته لاسرسی مو په روان کال کې لوی او پراخ  پروګرامونه دي.

د افغانستان کروندګر د سړې خونو نشتوالی او د اصلاح شویو تخمونو کموالی خپلې لویې ستونزې یادوي.

که څه هم د افغانستان کرنیز سیستم پخوانی دی؛ خو کروندګر له حکومت غواړي، چې د کرنې په عصري کولو کې ګړندي ګامونه واخلي او د هېواد کروندګرو ته بېلابېلې کاري زمینې برابرې کړي، چې د افغانستان تولیدات له نړۍ سره د سیالۍ جوګه شي.

دغه دودیزه میله هیڅکله له ټنګ ټکوره بې برخې پاتې شوې نده او په کې نه یوازې اووه میوې او سمنک، بلکې څاروي هم نندارې ته وړاندې کیږي.

خبریاله: سمیراظفري

Trending

Exit mobile version