پرمختګ او بشپړتیا

د کابل د استوګنې په سیمو کې پوست بکسونه لګول کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د کابل په بېلا بېلو سیمو او د استوګڼې په ځایونو کې شاوخوا زر پوستي صندقونه لګوي.

د پوستي خدمتونو دغه پروژه د کابل له څلورم مکروریانو پیل شوې او په ولایتونو کې به هم پوستي صندقونه ولګول شي او په دې توګه به پوستي خدمتونه وده وکړي.

 د مخابراتو او معلوماتي تکنلوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي وايي؛ ډېر خوښ یم، چې دغه هڅه مو پراخیږي او دا کار کولی شي آسانتیاوې رامنځته کړي.

د پوستي صندقونو له لګیدو سره به پوستې خدمتونه چټک او په په ولایتونو کې هم پوستي صندقونه ولګول شي.

افغان پوست ریاست هم د دغو پوستي صندوقونو لګول ګټور بولي.

د افغان پوست رییس احمد وحید ویس وایي: مونږ دا کار له کابله پیل کړ. که مالیې وزارت له مونږ سره مرسته وکړي دغه پوست بکسونه او صندوقونه به نورو ولایتونو ته هم جوړ او ولګول شي.

دغه ګټور کار هېوادوالو ستایلي او ټول هېواد ته یې د غزولو غوښتونکي شوي دي.

Trending

Exit mobile version